لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 30
نن ټوله ورځ د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د شګوټ په سيمه کې د اربکیانو او نورو دښمنانو سره مخامخ نښتې روانې وي.
په دغه جګړه کې چې سهار پيل شوي وه او تر ماښام پورې يې دوام درلود، د دښمن ۳ پوستې نيول شوي دي ، د اربکیو۴ تنه قومندانان له خپلو ۲۵ افرادو او سپکو او درنو وسلو سره مجاهدینوته تسلیم شول، د مجاهدينو د معلوماتو په اساس دوه پوستې اوس ناوخته هم د مجاهدينو ترسختې محاصرې لاندي دي.
ډير اربکیان په تيښته له سيمې نه وتلي دي د شګوټ ټوله سیمه د مجاهدينو په لاس تصفيه شوي ده،
د دښمن د عسکرو په هغه کاروان چې د اربکیانو دمرستې لپاره سیمې ته را روان وو د تترخيلو په سیمه کې د کمين برید هم وشو چې يوټانک يې ويجاړ او ۳ عسکر يې ووژل شول، نور عسکر بيرته په شا وتمبيدل.
د مجاهدینو سره په تسلیم شوو قومندانانو کې دوه ډير مشهور قومندانان تواب او شيرزمان هم شامل دي چې خپلې وسلې يې مجاهدینو ته وسپارلې او امن ځایونوته بوتلل شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۲۴/۱۴۳۵هق
۱۳۹۲/۱۱/۵ هـ ش ــ 2014/1/25م
افغانستان